شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
خاین حکام څرنګه د اشغالګرانو د وحشت پر وړاندې عامه افکار غولوي؟!
بسم الله الرحمن الرحيم
خاین حکام څرنګه د اشغالګرانو د وحشت پر وړاندې عامه افکار غولوي؟!

خبر:

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي: په راتلونکو څلورو کلونو کې به پر افغان هوایي ځواک شپږ ملیارده ډالره مصرف شي. نوموړی د امنیتي وضیعت د څرنګوالي او د ۲۰۱سېلاب قول اردو د نظامیانو د ستونزو د اورېدو په موخه د افغانستان ختیځ ته تللی و او هلته یې له نظامي او ملکي مسولینو سره لېده کاته وکړل. همدا راز غني وایي: د امریکا د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته د غوڅ ماموریت ملاتړ زیات شوی او له دې څخه به نور هم زیاتېږي. هغه وویل: "په یاده برخه کې تاسو ته ډاډ درکوم، چې په تېرو دریو ورځو کې بهرنی هوایي ځواک دوه برابره شوی دی؛ له دې وروسته به ان شاالله تعالی له هوایي ځواکونو سره پوره مرسته وکړي".  دا په  داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې پر ورځ د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس خبریالانو ته وویل؛ افغانستان ته یې د تازه دمو ځواکونو د استولو فرمان لاسلیک کړی دی. (سرچینه: ازادۍ راډیو)

تبصره:

د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د ټرامپ د ستراتېژۍ له اعلانه وروسته د امریکایي ځواکونو نظامي فعالیتونه ډېر زیات شوي دي. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو د زیاتوالي له امله په دې وروستیو کې په ننګرهار، کندز، هرات او لوګر ولایتونو کې لسګونه ملکي کسان، چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي؛ په شهادت رسېدلي دي. پر ملکي اهدافو د یادو هوایي بریدونو زیاتوالی په حقیقت کې د امریکا له لوري د جنګ پر وحشت او شدت دلالت کوي؛ نه پر هغه سوله چې تل یې د عوام غولونې لپاره زمزمه کوي. له دې امله هغه سوله چې امریکایان یې له جګړه مارانو څخه غواړي، د "ترهګرۍ او افراطیت" پر وړاندې د جګړې له لارې راځي او جګړه ماران  اړ دي چې د سولې لپاره د امریکا هر ډول شرطونه ومني. پر دې سربېره د ملګرو ملتونو د سازمان د وروستي راپور له مخې د ۲۰۱۷کال په شپږو لومړیو میاشتو کې په هوایي عملیاتو کې د غیر نظامیانو تلفات د ۲۰۱۶کال د شپږو لومړیو میاشتو په پرتله ۴۳سلنه زیاتوالی ښيي.

یاد ناوړه حالت چې ملکي خلک یې له خاورو سره خاورې کړل، خو بې غیرته حکام غلي ناست دي او پر خولو یې د چوپتیا د ټاپې په وهلو سره د خپل حاکمیت پر بقا فکر کوي. حال دا چې څه موده مخکې په کشمیر کې د څو هندي پوځیانو د مړينې لپاره د افغانستان ذلیلو حکامو د هندي قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ زیات پیغامونه ولېږل. د دې تر څنګ، د دولت ویندویان او بلندګویان په ډېره بې شرمۍ او سپین سترګۍ سره هڅه کوي چې د امریکا او ناټو جنایتونه په مختلفو بڼو توجیه کړي، چې دا ټول د جان کېري له دولت څخه د خلکو د نفرت او کرکې لامل شوي دي.

مزدور حکام د یادو څرګندونو له لارې هڅه کوي، تر څو په عوام غولونې سره، د خلکو ذهنیت له ملکي تلفاتو او د دولت پر وړاندې د نفرت له زیاتوالي څخه پر نظامیانو، پانګونه او د دولت پر وړاندې د نفرت کمښت ته را واړوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان خلک په تېرو ۱۶کلونو کې د دې شاهدان دي چې ملیاردونه ډالره د امریکا له لوري پرې مصرف شوي دي او نه یوازې دا چې د دوی د ژوند په وضیعت کې یې بدلون نه دی راوستلی؛ بلکې د هغو افغان سرتېرو د ژوند په وضیعت کې، چې د امریکا او ناټو د جګړې په بېلا بېلو جبهو کې، د امریکا په نیابت جنګېږي، هم څه ښه والی نه لیدل کېږي او ورځ تر بلې یې تلفات زیاتېږي. ان په روغتونو کې د یادو پوځونو د ټپیانو پر درملو او په یخچالونو کې یې پر جسدونو پراخ ګټور تجارت روان دی؛ داسې چې په میاشتو میاشتو د یادو پوځونو جسدونه په یخچالونو کې ساتل کېږي او مسولینو ته د رشوت له ورکړې، یې وروسته جسدونه د هغوی کورنیو ته سپارل کېږي.

همدا راز د نظامي پوځیانو ټپیان پر دولت د درملنې حق لري، خو د درملنې په لړ کې د ټپيانو خپلوان مجبورېږي، چې اړوند درمل له بازاره وپېري؛ په داسې حال کې چې دولتي درمل، چې د پوځ د ټپیانو مسلم حق دی، په بازار سیاه (تور بازار) کې پلورل کېږي. یاد حالت د دولت له بې پروایۍ او فساد څخه دی، چې د پوځیانو د کورنیو د نهیلۍ لامل شوی دی او له بلې خوا یې په امنیتي جلب او جذب کې خورا ډېر کمښت راوستلی دی او برعکس له جګړې څخه یې د تښتېدونکو او شورشیانو ته د تسلیمېدونکو تعداد هم په بې ساري ډول زیات کړی دی.

له بلې خوا، افغانستان ته د زیاتو سرتېرو لېږد د امریکا د نوې ستراتېژۍ یوه برخه ده، چې غواړي په تېره ۱۶کلنه جګړه کې د طالب جګړه مارانو او نورو ډلو پر وړاندې بریالۍ شي. د امریکا د دفاع وزیر جیمز ماتیس ویلي دي: امریکایي ځواکونه د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر روزنې سربېره له دښمن سره د مبارزې حق هم لري. په داسې حال کې چې دا همغه موضوع ده چې امریکایي ځواکونو د کابل ـ واشنګټن ننګین تړون، پر خلاف یو ځل بیا په افغانستان کې پر ترور، وحشت او جنایت لاس پورې کړی دی او په زرګونو ځله یې دا موضوع ثابته کړې، چې امریکا د تړون هېڅ عهد ته ژمنه نه ده پاتې او د یاد هېواد د لوړ پوړو چارواکو په روان کې یوازې؛ نظامي ګري، وحشت او د اسلامي خارو اشغال او استعمار پراته دي او بس.

په دې ورځو کې په افغانستان کې د امریکا نوي دروغ بربڼډ شول، هغه هم دا چې مخکې له دې څخه امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۴۰۰ تنه اعلانوه، خو د اګست پر ۳۰مه د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې اوس په افغانستان کې ۱۱زره امریکایي ځواکونه شته دي. د دې تر څنګ په افغانستان کې د خصوصي کمپنیو او استخباراتي کړیو په اډانه کې، لسګونه زره نور عسکر هم شته دي؛ خو بیا هم څوک نشته چې د اشغالګرانو د سرتېرو د درواغجن تعداد په اړه او د مسلمانانو له بې ارزښته وینې تویېدنې پوښتنه وکړي او یا هم له مزدورو حکامو څخه د ذلیلانه غولونو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړي.

 په پایله کې؛ ټول ذکر شوي موارد د غدارو حکامو په رسوایۍ پسې رسوایي او خیانت پسې خیانت ښیي. هغوی پرته د دښمن د جنایتونو له توجیه کوونکو، د استعماري برنامو له پلي کوونکو او په سیمه کې د امریکایي نظامي پروژې د پر مخ وړونکو مامورینو څخه بل څه نه دي. د هغوی هر عمل له عوام غولونکي سیاست څخه سرچینه اخلي او تل د امریکا په ګټه عامه افکار غولوي او خپلو خلکو ته دروغ وایي. نو ځکه باید د یادې خاورې مسلمانان د دوی په خیانت پسې خیانت درک کړي او تل د تغیر لپاره مبارزه وکړي، تر څو ډېر ژر دا د پېړۍ غداران له قدرته راوپرځوو او د نبوت پر منهج د خلافت په تاسیس سره د دوی د حیوان صفته اعمالو سزا ورکړو او اشغالګران تر خپلو سیاسي او مذهبي پلازمېنو تعقیب کړو، ان شاالله.

سیف الله مستنیر

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې